خبری سرچینو وویل دپاکستان امریکایی توکمه ښاریز ډیویډ کولمین هیډلی (DAVIS COLEMAN HEADLEY ( چی پرون یې د ویډیو له لارې په امریکا کښې له زندان څخه خبرې کولې په هندوستان کښې یوې محکمې ته وویل ما په ممبۍ کښې د حملو له ترسره کولو مخکې په ممکنه هدفونو دحملو لپاره د اطلاعاتو د راټولو لپاره اووه(۷) ځله ممبۍ ته سفرونه کړی وو .
هیډلی دغه راز ساجد میر چې پاکستانی دی او په ممبۍ کښې د ۲۰۰۸ میلادی کال د ترهګرو حملو اصلی شکمن دی په دغه ډلې کښې دخپل اصلی رابط په توګه وباله .
دپاکستان دغه امریکایی توکمه ترهګر دغه راز دغه خبره بیا تکرار کړه چې دپاکستان جاسوسۍ اداره ایی ایس ایی(ISI) دممبۍ په ترهګرو حملو کښې چې څه دپاسه یوسل شپیته کسان پکښې وژل شوی وو لاس لری .
هغه وویل ما د لشکر طیبه ډلې ترهګرو ته دممبۍ د مهمو هوټلونو، دیهودیانو دیوه مرکز ، داوورګاډو دمهم تم ځاې او نورو ځایونو ویډیو او نقشې ورکړې .
هیډلی وویل ما له خپلونوروملګرو سره یوځاې دپاکستان دجاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی(ISI) لخوا پوځی روزنه او دبمونو جوړول زده کړی وو .
هیډلې وویل لشکر طیبه ډلې دوه ځله مخکې هم په ممبۍ کښې دترهګرو حملو کوشش کړی وو خو ناکامه شوی وه .
هیډلی وویل چې زما اصلی نوم داود ګیلانی دی خو په ۲۰۰۶ میلادی کال کښې مو خپل نوم هیډلی ته بدل کړ چې هندوستان ته دسفر لپاره مشکل ونلرم .